الشباب د القاعدې پورې تړلې ډله ده چي د عربي ټاپووزمه القاعده او په اسلامي مغرب کې د القاعده په ګډون د القاعده له نورو ډلو سره اړیکې لري. الشباب د پخواني سومالیا د اسلامي محکمو د شورا وسله واله څانګه وه چې د 2006 کال په دویمه نیمایي کې یې د سومالیا د جنوبي برخې ځینې برخې نیولې دي. د 2006 له پای راهیسې، الشباب او ورسره تړلې ملېشې د چریکي جګړې او ترهګرۍ په کارولو سره په تاوتریخجن بغاوت او د سومالیا د انتقالي حکومتونو په وړاندې ترهګريز تاکتیکونو کې ښکیل دي.
الشباب په سومالیا، کینیا، یوګانډا او جیبوتي کې بریدونه ترسره کړي دي. الشباب د 2010 کال د جولای په 11 مه په کمپالا کې د ځانمرګو بریدونو مسوول و. دغه برید چې د نړیوال جام پر مهال شوی و، د یوه امریکايي وګړي په ګډون 76 کسان په کې ووژل شول. د 2013 په سپتمبر کې، الشباب په نیروبي کې د ویسټ ګیټ مال په وړاندې د پام وړ برید وکړ. د څو ورځنۍ محاصرې په پایله کې لږ تر لږه 65 تنه ملکي وګړي ووژل شول، شپږ تنه سرتیري او پولیس افسران او په سلګونو تنه نور ټپیان شول. د 2015 په اپریل کې، الشباب د کینیا په ګریسا پوهنتون کالج باندې د وړو وسلو او لاسي بمونو سره برید ترسره کړ چې 148 کسان یې ووژل.
د 2008 کال د مارچ په 18، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې سره سم، لکه څنګه چي تعدیل شوي، الشباب د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه وروسته، د مارچ په 19، 2008 کې، د بهرنیو چارو وزارت د 13224 اجرایوي فرمان سره سم، د تعدیل سره سم الشباب په ځانګړي توګه نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د الشباب ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، او د متحده ایالاتو وګري په عمومي توګه د الشباب سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. الشباب ته په پوهه توګه مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کول، یا ددسیسوجوړولو هڅه کول یو جرم دی.