د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغه معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندې کوي چې د عراق او سوریې اسلامي دولت نومی ډلی یا داعش د مالي میکانیزمونو کې د پام وړ خنډ رامینځته کوي. داعش د تمویل او اسانتیا برابرولو شبکو باندی تکیه کوي ترڅو په سوریه او شاوخوا سیمو کي بریدونه او عملیات وکړي.
داعش شبکو په انډونیزیا او ترکیه کې د پیسو راټولولو په واسطه په سوریه کې د بې ځایه شوي خلکو کمپونو کې د داعش هڅو ملاتړ کولو لپاره مالي لیږدونه ترسره کړي، چې ځینې پیسې د کمپونو څخه د ماشومانو قاچاق او د داعش بهرني جنګیالیو ته د احتمالي جذب شوي کسانو په توګه ته د رسیدو لپاره کارول شوي وې.
له څلوېښتو نه ډیرو هیوادونو کې د داعش پلویانو د داعش د بیا راپورته کیدو په ملاتړ په دې کمپونو کې داعش سره تړلو اشخاصو ته پیسې لیږلي دي. په الهول کې، چي شاوخوا ۷۰۰۰۰ خلک پکې ژوند کوي او د بې ځایه شویو خلکو ترټولو لوی کمپ د سوریې په شمال ختیځ کې دې، د داعش پلویانو په یوه میاشت کې د حواله له طریقه تر ۲۰۰۰۰ ډالرو پوری تر لاسه کړي دي چی د دې مالي لیږد اکثریت د سوریې څخه بهر سرچنیه لري یا ګاونډیو هیوادونو لکه ترکیه څخه تیریږي.
د سوریې او عراق څخه غلا شوي لرغونې آثار او د تیلو غیرقانوني قاچاق داعش ته د عایداتو کلیدي سرچینې رامینځته کوي او دا وړتیا ورکوي تر څو خپل وحشیانه تاکتیکونه ترسره کړي او په بې ګناه ملکي وګړو ظلم وکړي. د داعش لخوا په سوریه او عراق کې کلتوري او تاریخي ځایونو ته زیان رسول او غلا کول د لرغوني ژوند او ټولنې بې ساري شواهد له منځه وړي دي.
لرغونې او تاریخي سکې، ګاڼې، نقاشي شوي قیمتي ډبرې، مجسمې، تختې او د کینیفورم تختې د هغو کلتوري شیانو څخه دي چې داعش قاچاق کړي دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ، د موزیمونو نړیوالې شورا د خطر سره د کلتوري شیانو بیړني سور لیست جوړ کړ ترڅو د کلتوري شیانو کټګورۍ وړاندې کړي چې له سوریې او عراق څخه لوټ شوي او قاچاق شوي. دوی دلته او دلته لیدلئ شئ.